د پاکستان د حکومت له خوا له ورکړل شوي الټي میټم راهیسې، خپل وطن ته د افغانانو د ستنیدو لړۍ دوام لري.

0
72

باغي ټي وي رپورټ

د راپورونو له مخې د اکټوبر په ۲۵مه نور ۴۲۳۹ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې ۹۶۵ یې نارینه، ۸۵۲ ښځې او ۲۴۲۲ ماشومان دي.

۲۳۰ کورنۍ په ۱۱۲ موټرو کې افغانستان ته راستانه شوې. تر اوسه ۷۲ زره ۲۱۹ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ياده دې وي چې د پاکستان حکومت په غيرقانوني توګه مېشتو افغانانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې خپل وطن ته د ستنېدو مهلت ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي، له ټاکلې مودې وروسته به په غیر قانوني توګه مېشت بهرنیان ونیول شي او له هېواده وویستل شي.

Leave a reply