د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وايي، د حکومت الټي مېټم یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې د ټولو غیر قانوني بهرنیانو لپاره دی.

0
112

باغي ټي وي رپورټ

د سېنېټ د قائمه كمېټۍ د كورنيو چارو په اړه د سېنېټ غونډې ته د بريفنګ په مهال سرفراز بګټي وويل د غير قانوني اوسېدونكو په اړه مو خبرې كړې وې خو غلط پېغام لېږلے شوے دے۔

سرفراز بګټي وویل چې د حکومت پیغام یوازې د افغانانو لپاره نه بلکې د ټولو غیر قانوني اوسیدونکو لپاره دی، دا ممکنه نه ده چې څوک په کوم هیواد کې په غیر قانوني توګه راشي او ناست وي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل، که څوک د کډوالۍ کارت یا ویزه لري، هغه زموږ مېلمه دی، حکومت هم له ایرانه د بلوڅانو شړل کوي.

هغه وويل دا تاثر ورکول کيږي چې دا قومي مسله ده خو قومي مسله نه ده، مونږ د ټولو غير قانوني اوسېدونکو د شړلو خبره کوو.

ياده دي وي چي وفاقي حکومت په غير قانوني توګه ميشتو غيرملکيانو ته د اکتوبر تر 31مه نېټه پاکستان نه د وتلو مهلت ورکړے دے۔

Leave a reply