د پیسو نړیوال صندوق (IMF) مشر د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې په اړه اندیښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا به د نړۍ اقتصادي کړکېچ لا زیات کړي.

باغي ټي وي رپورټ

په سعودي عربستان کې د راتلونکي پانګونې د نوښت په اړه د جوړ شوي کنفرانس پر مهال د IM مشرې کریسټالینا جورجیوا وویل، “موږ د جګړې او مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن یو، خو د ویجاړۍ او هلته د اقتصادي فعالیتونو د کمېدو په اړه هم اندېښمن یو”.

هغه زیاته کړه چې د دغې جګړې منفي اقتصادي اغیزې په اسرائیلو او د غزې په ګاونډیو هیوادونو لکه مصر، لبنان او مصر کې هم احساسیږي او بې باوري به د سیاحت د عوایدو جریان کم کړي. د پیسو نړیوال صندوق مشر وویل چې “پانګې اچوونکي به سیمې ته له تګ څخه ډډه وکړي پداسې حال کې چې د توکو د لیږد لګښت به هم لوړ شي”.

هغه وويل، چې د دې جګړې له امله به د نړۍ اقتصاد نور هم له بې ثباتۍ سره مخ شي، چې مخکې د انفلاسيون او د سود د نرخونو د زياتوالي له امله له ستونزو سره مخ دى.

تر دې مخکې د اکټوبر په ۲۴مه د نړیوال بانک مشر اجی بنګا هم ورته کنفرانس ته وینا وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه به د نړۍ اقتصادي پرمختګ ته جدي ګوزار ورکړي.

هغه وويل: “هغه څه چې په دې وروستيو کې په غزه او اسرائيلو کې رامنځ ته شوي، زه فکر کوم چې دا به پر اقتصادي پرمختګ جدي اغېز وکړي.”

هغه زیاته کړه چې “زه فکر کوم چې دا مهال موږ په خورا خطرناک حالت کې یو”.

هغه وویل، جغرافیایي کړکېچ د نړیوال اقتصاد لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.

هغه وویل چې اقتصادي خطرونه په دوامداره توګه مخ په زیاتیدو دي او له پامه غورځول کیدی نشي.

د يادونې وړ ده چې د اکټوبر له اوومې راهيسې د اسراييلو د بريدونو په پايله کې د شهيد شويو فلسطينيانو شمېر له ۵۸۰۰ څخه زيات شوی دی.

د اسرائیلو په بمباریو کې په وژل شویو کسانو کې تر دوه زره زیات ماشومان او ۱۱۰۰ ښځې هم شاملې دي او د زخمیانو شمېر تر ۱۵۰۰۰ اوښتی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载