خلیل حقاني: اشرف غني او ملګري مو بښلي
خلیل حقاني: اشرف غني او ملګري مو بښلي
د حقاني شبکې مشر خلیل الرحمن حقاني نن یوې غونډې ته د وینا په مهال ویلي چې پخوانی ولسمشر اشرف غني او معاونین مو بښلي کولی شي افغانستان ته راشي.
2021 / 8 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
د طالبانو د حقاني شبکې مشر خلیل الرحمن حقاني نن یوې غوندې ته دو وینا په مهال ویلي چې دوی د اشرف غني په ګډون ټول دولتي مامورینو ته بښنه کړې، دۀ همدا راز ویلي چې د اشرف غني په ګډون معاونین او ملګري یې کولی شي افغانستان ته راشي او خپل ژوند وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې او عمومي عفوې وروسته هېڅوک نشي کولی د چا دروازې ته ودرېږي او مزاحمت ورته وکړي.
د یادولو وړ ده چې د طالبانو له راتګ سره سم اشرف غني او ټیم یې له افغانستان څخه ووت او دوه ورځې وروسته يې وویل چې دوی په عربي متحده اماراتو کې میشت شول.