د پاکستان دویم لوی ښار لاهور کې د هوا کیفیت د روغتیا لپاره خورا خطرناک بلل شوی دی.

0
171

باغي ټي وي رپورټ

د هوا د کیفیت انډیکس له مخې لاهور د ککړو ښارونو په ډله کې لومړی ځای لري او د هوا د کیفیت په انډیکس کې یې د هوا کیفیت ۲۹۰ درجې ثبت شوی دی.

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ د ډېرو ککړو ښارونو په لست کې څلورم ځای لري او د دې شاخص په ۱۷۳ کې ثبت شوی دی.

د هند پلازمینه نوي ډیلي د نړۍ د ترټولو ککړو ښارونو په مینځ کې دوهم ځای لري ، د هوا کیفیت د 210 شاخص سره.

بايد يادونه وشي چې له 151 څخه تر 200 درجې ککړتيا روغتيا ته زيان رسوي، له 201 څخه تر 300 درجې ککړتيا روغتيا ته ډېره زيانمنه ده، په داسې حال کې چې له 301 درجې څخه زياته ککړتيا خطرناکه ککړتيا په ګوته کوي.

Leave a reply