عامو خلکو لۀ ا.ا. څخه غوښتي چې د خوارکي موادو بیې دې کنټرول کړي 

0
85

عامو خلکو لۀ ا.ا. څخه غوښتي چې د خوارکي موادو بیې دې کنټرول کړي 

د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، د خوراکي او سون توکو بیې که لوړې دي هغه د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه ډالر په ارزښت پورې اړه لري، ځکه په خبره یې په دې وروستیو کې د افغانۍ په مقابل کې ډالر لوړ شوی دی.

(2021 / 10 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د خوراکي او سون توکو بیې په بې سارې توګه لوړې شوې، خلک شکایت کوي چې دوی یې د رانیولو وس نه لري او باید ا.ا په دې اړه جدي اقدام وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، له یوې خوا د بېکارۍ کچه لوړه شوې او د خلکو عاید کم او حتا صفر شوی او له بلې خوا بیا د خوراکي توکو بیې په بې سارې توګه لوړې شوې چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

اړوند موضوعات: 

قزاقستان:  افغانستان ته مو د اوړو صادرات پيل کړي

په ورته وخت کې د خوراکي توکو د کموالي او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د ځنډ او خنډ په اړه هم اندېښنې موجودې دي، خو د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ خونه بیا خلکو ته ډاډ ورکوي چې د خوراکي توکو له کمښت سره به هېوادوال هېڅکله هم مخ نه شي، ځکه له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره سوداګري په نورماله توګه روانه ده.

Leave a reply