په پاکستان کې په ناقانونه توګه د مېشتو افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ دوام لري او تر اوسه په ټولیز ډول ۶۷ زره ۹۸۰ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

0
154

باغي ټي وي رپورټ

د تورخم او چمن پولې له لارې افغان اتباع خپل هېواد ته ستنېږي، د اکټوبر په ۲۴مه ۳ زره ۱۸۵ افغانان بېرته هېواد ته ستانه شول.

د هغو ۳ زره ۱۸۵ افغانانو په ډله کې چې پرون وتلي، ۶۷۰ نارینه، ۵۹۳ ښځې او ۱۹۲۲ ماشومان دي.

۲۷۴ کورنۍ په ۱۰۳ موټرو کې افغانستان ته راستانه شوې.

ياده دې وي چې وفاقي حکومت په پاکستان کې په غير قانوني توګه مېشتو بهرنيانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې وخت ورکړی و چې له دې وروسته ګڼ شمېر کورنۍ افغانستان ته ستانه شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د فغان کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، په صوبه کې د راجسټر افغان کډوالو شمېر يو ميليون دی، ۷۷۵ زره افغانان په ناقانونه توګه پاکستان ته داخل شوي، چې له دې ډلې ۳۰۰ زره يې افغان اتباع دي چې د طالبانو د حکومت له جوړېدو وروسته پاکستان ته راغلي دي.

سږ کال په خیبر پښتونخوا کې ۳ زره ۹۱۱ افغانان په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل موندل شوي دي.

په بلوچستان کې د مېشتو افغانانو شمېر شاوخوا اته نیم لکه بلل کېږي، چې د اټکل له مخې دوه نیم میلیونه یې په غیر قانوني توګه مېشت دي.

Leave a reply