د پاکستان تحريک انصاف مشر شعيب شاهين وئيلي دي چې تر څو چې سزا نه وي معطله شوې نو نواز شريف يو اشتهاري مجرم دے چې د جيل چارواکو ته دې تسليم شي.

0
204

باغي ټي وي رپورټ

نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې هغه وويل عدالت ته د تسليميدو هيڅ دريځ نشته.

په خپرونه کې د مسلم ليګ (ن) مشر عطاء تارړ وويل چې يو کس عدالت ته وړاندې شو، هغه څنګه اشتهاري شو؟

ده ووئيل د عدالت په پرېكړه كښې دا ليكل شوي چې نواز شريف به عدالت ته تسليم شي، دا نه دي ليكل شوي چې د جېل چارواكو مخې ته به تسليم شي۔

ياده دي وي چي نواز شريف د توشه خانه ريفرنس کښي د اسلام آباد احتساب عدالت ته وړاندي کړے وو چي پکښي عدالت د نواز شريف دائمي وارنټ منسوخ کړے دے۔

بلخوا د پنجاب نګران حکومت په العزيزيه ريفرنس کې د پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف سزا ځنډولې ده.

د پنجاب نګران کابينې د سرکولېشن له لارې د سزا معطلولو منظوري ورکړې ده، د اطلاعاتو نگران وزير عامر مير د نواز شريف د سزا د ځنډولو تصديق کړی دی.

د عامر میر په وینا نگران کابینې د آئینی اختیارونو په استعمالولو سره د نواز شریف سزا د تعزیراتی قانون د 401 سیکشن لاندې معطل کړې ده

Leave a reply