ضلعې انتظاميې د خيبر ضلعې په لنډي کوتل تحصيل کښې په غير قانوني توګه ميشت افغان وګړو ته د اکتوبر تر 31مې نيټې پورې خپل هيواد افغانستان ته د تللو امر جاري کړے دے

0
73

باغي ټي وي رپورټ

ضلعې انتظاميې د خيبر ضلعې په لنډي کوتل تحصيل کښې په غير قانوني توګه ميشت افغان وګړو ته د اکتوبر تر 31مې نيټې پورې خپل هيواد افغانستان ته د تللو امر جاري کړے دے۔

د لنډۍ کوتل اسسټنټ کمشنر ارشاد علي مهمند او تحصیلدار ملک تیمور افریدي د لندې کوتل په مختلفو سیمو کې په غیر قانوني توګه میشتو افغانانو ته امر کړی چې د اکتوبر تر ۳۱مې نیټې دې افغانستان ته ولاړ شي.

انتظامی مشر اوویل چې د نومبر له لومړۍ نیټې څخه به غیر قانوني توګه د میشتو افغان اتباعو پرضد عملیات پیل شي او په غیر قانوني توګه میشت افغان اتباع به بیرته خپل هیواد ته واستول شي.

Leave a reply