په پاکستان کې د سرو زرو بيه څه راټيټه شوې ده.

باغی ټي وي رپورټ
د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه د یو توله سرو زرو په بیه کې څلور سوه روپۍ کمی راغلی دی.
دا مهال په هېواد کې یو توله سره زر په ۲ لاکه ۹ زره ۲۰۰ کلدارو کې شته.
د يادونې وړ ده، چې د روان ميلادي کال د اکټوبر په ۲۳مه د يو توله سرو زرو په بيه کې ١٢٥٠ افغانۍ زياتوالى راغلى و.
دغه راز د لسو ګرامو سرو زرو بيه د 343 روپو په کمېدو سره يو لاک 79 زره 355 روپو ته رسېدلې ده.
په نړيوال بازار کې هم نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د سرو زرو بيه ٢٦ ډالره راټيټه شوې او د يوانس بيه ١٩٧٥ ډالره ده.






