په لاهور کې د سینې سرطان په اړه د عامه پوهاوي په موخه پولو ان ګلابي پولو ټورنامنټ په لاره اچول کیږي چې پکې د ښځینه لوبغاړو ګډون په ټورنامنټ کې نوی تاریخ جوړ کړی دی.

0
151

باغی ټي وي رپورټ

تنظیم کوونکو په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د پولو په دې سیالیو کې د لومړي ځل لپاره ۱۵ ښځینه لوبغاړي ګډون کوي، چې د امریکا، انګلستان، اسټرالیا، هالنډ، ایران او پاکستان ښځینه لوبغاړي به په کې برخه ولري.

تنظیم کونکو وویل چې په هر ټیم کې یوه ښځینه لوبغاړې او 15 میرمنې په دوه حوضونو ویشل شوي ، د ګلابي پولو ټورنمنټ پای لوبه به د اکتوبر په 29 ترسره شي.

مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال سي اي او پنک ربن پاکستان عمر افتاب وويل چې دوي هر کال د سينې سرطان په اړه د پوهاوي لپاره يو ټورنامنټ منعقد کوي، د تل په شان به په دغه ټورنامنټ کې په زړه پورې سيالۍ ترسره کيږي او دغه ايونټ به د ښځو پولو ته هم وده ورکوي.

مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دغه ښځينه لوبغاړې وويل د لاهور پولو کلب کې لوبيدل د وياړ خبره ده، مونږ په دغه ټورنامنټ کې د مثبت دليل لپاره برخه اخستې ده.

هغه زياته کړه چې لاهور يو ښکلی او ښه ښار دی او دلته مېلمه پالنه ډېره ده.

Leave a reply