د مسلم ليګ ن مشر او پخواني وزيراعظم نواز شريف د توشه خانې په ريفرنس کښې د اسلام آباد احتساب عدالت کښې ځان تسليم کړے وو چې پکښې عدالت د نواز شريف د دفعه وارنټ منسوخ کړے دے۔

باغی ټي وي رپورټ
نواز شریف د مری ایکسپریس وے له لارې له خپل شخصی اسکواډ سره اسلام اباد ته رسېدلی، نواز شریف سره مریم نواز شریف او د وکیلانو یوه ډله هم وه.
د پخواني لومړي وزير د راڅرګندېدو په مناسبت د اسلام اباد د جوډيشل کمپلکس دننه او بهر امنيتي تدابير نيول شوي وو.
نوازشريف د توشه خانه ريفرنس کېس کې احتساب عدالت کې وړاندې شو، عدالت د نوازشريف وارنټ تر نن ورځې پورې ځنډولی وو، د احتساب عدالت قاضي محمد بشير نوازشريف ته د حاضرېدو تر نيم ساعت پورې وخت ورکړی و.
د نواز شريف وکيل قاضي مصباح د اسلام اباد احتساب عدالت کې ۳ درخواستونه جمع کړي دي.
د وکيل لخوا توشه خانه ريفرنس کښې د نواز شريف د ضابطه کاره جائیداد بحالولو درخواست دائر کړے شوے دے۔ دویمه غوښتنه دا ده چې د توشه خانې په مقدمه کې دې د نواز شریف وکیل وټاکل شي. د نواز شريف د ضمانتي مچلغو جمع کولو لپاره په عدالت کې درخواست هم جمع کړی شو.
کله چې د مقدمې اورېدنه پېل شوه نو نوازشريف د عدالت په حکم روسټرم ته راغی چې وروستو نوازشريف د جج محمد بشير په اجازې د کمېټۍ نه ووت.
وروسته د نوازشريف وکيل محمد عرفان عدالت ته حاضر شو، عدالت نوازشريف ته د يو لاک روپو ضمانتي مچلکو د جمع کولو هدايت وکړو، په دې اړه د نواز شريف قانوني ډلې د يو لاک روپو بانډ عدالت ته جمع کړو.
وکيل صفيه قاضي مصباح وويل کله چې تاسو امر وکړئ نو نواز شريف به عدالت ته حاضر شي.
عدالت د جائيداد ضبطولو درخواست باندې نيب ته نوټس جاري کړے او د جائيداد ضبط کولو درخواست باندې ئي په 20 نومبر دلائل طلب کړي دي۔
د نيب پراسيکيوټر وويل چې نواز شريف تسليم شوے دے او د هغه وارنټ دې منسوخ کړے شي، که چرې وارنټ منسوخ شو نو مقدمه به روانه وي۔
احتساب عدالت د نواز شريف د دايمي وارنټ هم منسوخ کړو او د توشه خانې ريفرنس سماعت ئي تر شلم نومبر پورې ځنډولې دې۔
نواز شریف به هم د اسلام اباد هائي کورټ ته تسلیم شي
د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف به نن اسلام آباد هائي کورټ ته ځان تسليموي۔
عدالت تر دې دمه د نوازشريف ګرفتارۍ بندولو حکم کړی دی، نيب د نوازشريف په حفاظتي ضمانت ترلاسه کولو اعتراض نه وو کړی.
د ايون فيلډ او العزيزيه ريفرنسونو کښې د سزا خلاف د نواز شريف د اپيلونو اورېدنه به ماسپښين دوه نيمې بجې د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق او جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب کوي.
د نهې په ورځ د اسلام اباد عدالتونو کې د پخواني وزيراعظم نوازشريف د وړاندې کېدو په موقع د اسلام اباد پوليسو نوازشريف ته ځانگړي امنيتي تدابير نيولي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په ځانګړو امنیتي ځواکونو کې د پولیسو ۳ موټر هم شامل دي.
د نوازشريف لپاره د اے ټي ايس اهلکارو يو خاص سکواډ هم تعينات کړے شوے دے۔
د يادونې وړ ده، چې د پخواني لومړي وزير نواز شريف امنيت له دې وړاندې هم ورکړل شوى دى.





