د پنجاب نګران حکومت العزيزيه ريفرنس کې د پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن د مشر نواز شريف سزا ځنډولې ده.

0
192

باغی ټي وي رپورټ

د پنجاب نګران کابينې د سرکولېشن له لارې د سزا معطلولو منظوري ورکړې ده، د اطلاعاتو نگران وزير عامر مير د نواز شريف د سزا د ځنډولو تصديق کړی دی.

د عامر میر په وینا نگران کابینې د آئینی اختیارونو په استعمالولو سره د نواز شریف سزا د تعزیراتی قانون د 401 سیکشن لاندې معطل کړې ده.

د نواز شریف لخوا د سزا د ځنډولو غوښتنه شوې وه.

د پنجاب د اطلاعاتو نگران وزیر عامر میر وايي، د قضیې وروستۍ پرېکړه به محکمه کوي.

ده ووئيل د کرمنل پروسیجرل کوډ 401 سیکشن لاندې حکومت د هر مجرم د سزا معاف کولو اختیار لري، د سیکشن 401 لاندې سزا د نواز شریف تر 2019 کې لندن ته تللو نه وړاندې هم معطل شوې وه.

ياده دې وي چې د ۲۰۱۸م کال د دسمبر په ۲۴مه د اسلام اباد احتساب عدالت د العزيزيه اسټيل ملز ريفرنس کې پخواني وزيراعظم نوازشريف ته د ۷ کالو بند او جرمانې سزا اورولې وه، چې وروسته قومي احتساب بيورو (نيب) نوموړی پخوانی لومړی وزير نيولی و. وزيراعظم او هغه اډياله جيل ته منتقل کړے شو

Leave a reply