نن په ټوله نړۍ کې د پوليو نړيواله ورځ نمانځل کيږي خو له بده مرغه افغانستان او پاکستان هغه دوه هيوادونه دي چې د پوليو په ختمولو کې پاتې راغلي دي.

0
94

باغی ټي وي رپورټ

څو اونۍ وړاندې په سندهـ کې د پوليو د يوې پېښې د رپورټ کېدو وروستو کارپوهان اندېښنه څرګندوي.

د کارپوهانو په وینا په پاکستان کې سږ کال د پولیو په وایروس د اخته ماشومانو شمېر څلور ته رسېدلی دی، خو له بده مرغه د خلکو د پوهاوي د کموالي او د حکومت د بې غورۍ له امله په سلو کې ۳۰ ماشومان د واکسینو نه پوره کېږي. .

د کراچۍ له تقريباً هرې ضلعې څخه د پوليو د ويروس د نمونو موندل د دې ثبوت دے چې په ښار کښې زياتره ماشومان د پوليو د ويروس د خپرېدو سبب ګرځېدلے شي کوم چې يقيناً يوه خطرناکه مسئله ده.

د کارپوهانو په وینا، د پولیو ویروس نه یوازې دا چې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان د ژوند لپاره فلج کولی شي، بلکې د هغوی د مړینې لامل هم کیدی شي.

کارپوهان وايي، چې د پولیو ویروس د بشپړې له منځه وړلو لپاره اړینه ده، چې ولس ته د واکسین د بشپړ تطبیق په اړه پوهاوی او پوهاوی ورکړل شي، په داسې حال کې چې د پولیو له ویروس څخه د خلاصون لپاره باید د ککړو او ناپاکو اوبو ستونزه هم هواره شي.

Leave a reply