په لاهور کې د څلورو ورځو په ترڅ کې د ماشومانو په ګډون ۹ تنه تښتول شوي دي.
باغی ټي وي رپورټ
د پولیسو په وینا د اکتوبر د ۱۹ او ۲۳ تر منځ په لاهور کې د ۹ کسانو د تښتولو پېښې ثبت شوې وې.
د پوليس وينا ده چي د لاهور په شيراکوټ سيمه کښي د تيوکر نياز بيګ لاري اډې نه درې ځوانې خويندې او ښځه ايمن بي بي او د هغې دوه ماشومان تښتول شوي وو او د فيصل ټاؤن نه د نظام الدين 13 کلنه لور تښتول شوې وه۔
د پوليسو وينا ده چې يو ١٢ کلن هلک دنجرېوال سيمې څخه نامعلومو کسانو دښوونځي څخه دتلو په مهال وتښتول، دغه راز په کوټ لکپت کې يوه ٧ کلنه ماشومه هم په کوڅه کې دلوبې په مهال وتښتول شوه.
دسرچينو له مخې په دغو ټولو پيښو کې مقدمې درج شوي دي خو تر دې مهاله پوليس په دې نۀ دي توانيدلي چې يو تن تښتونکى هم ونيسي.