د ثبات پاکستان ګوند (IPP) د سترې محکمې لخوا په پوځي محکمو کې د ملکي وګړو د محاکمې د لغوه کولو پریکړه د ملي امنیت او ملي ګټو خلاف بللې ده.

0
71

باغی ټي وي رپورټ

د آئي پي پي وياندې فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د ملک ضد عناصرو او بهرنۍ ايجنډا باندې کار کونکو سره په اوسپني لاسونو معامله کول پکار دي۔

هغه زياته کړه، چې په تېرو وختونو کې د دغه ډول قانون د نه شتون له امله د بهرنيو اجنټانو پر وړاندې قوي پرېکړې نه شي کېدلى.

بل خوا د آی پي پي مشر فیاض الحسن چوهان د سترې محکمې د پرېکړې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان په پوځي محکمو کې د ۱۹۵۲ کال د پوځ د قانون له مخې په سلګونو ملکي وګړي محاکمه شوي دي.

هغه وويل چې دتحريک انصاف دحکومت په مهال هم په پوځي عدالتونو کې د٢٩ؤ ملکيانو مقدمې چلول شوي دي.

ياده دې وي چې سپريم کورټ په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو د مقدمې په ضد درخواستونه منظور کړي او په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو مقدمې يې کالعدم ګرځولې دي.

محکمې اعلان کړی چې که د کوم وګړي مقدمه په پوځي محکمه کې پیل شي، هغه هم باطل اعلانېږي.

د مې د نهمې او لسمې نېټې پېښو په رڼا کې د هغو ۱۰۲ نيول شويو کسانو نوملړ عدالت ته وړاندې کړی شو، چې سترې محکمې د هغوی مقدمې په عادي جنايي محکمو کې ترسره کولو حکم کړی دی.

د پوځ د قانون هغه مادې چې محکمې ته وړاندې شوې چې له مخې یې ملکي وګړي محاکمه کېدلی شي، محکمې هم دغه احکام غیرقانوني وبلل.

Leave a reply