د هرات لپاره د یونیسف  څه باندې ۸۰ ټنه وسایل او درمل کابل ته راورسېدل

0
161

د هرات لپاره د یونیسف  څه باندې ۸۰ ټنه وسایل او درمل کابل ته راورسېدل

دغه طبي تجهیزات چې نن کابل ته راورسیدل، د هغو زرګونو ماشومانو او کورنیو لپاره چې له ویجاړونکې زلزلې وروسته عاجلو او د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري، د ژوند لار ده.

د یونیسف ټیمونه ماشومانو او کورنیو ته حیاتي مرستې چمتو کوي، او سازمان د 96,000 اغیزمنو ماشومانو سره د مرستې لپاره اضافي مرستې ته اړتیا لري.

 

(2023 / 10  / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) استازی فران اکیزا: د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه په کوپنهاګن کې د دغې موسسې له ګودام څخه څه باندې ۸۰ ټنه طبي وسایل او درمل کابل ته را رسېدلي چې په کې د امیندوارو ښځو او ماشومانو لپاره درمل او جراحي وسایل هم شامل دي.

د دغې طبي مرستې بودیجه د اسیا پراختیايي بانک له خوا تمویل شوې او له دې مرستو به ۴۳ زره زیانمنې شوې کورنۍ ګټه پورته کوي.

دغه طبي تجهیزات چې نن کابل ته راورسیدل، د هغو زرګونو ماشومانو او کورنیو لپاره چې له ویجاړونکې زلزلې وروسته عاجلو او د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري، د ژوند لار ده.

اړوند موضوعات:

80 تن تجهیزات صحی یونیسف برای زلزله زدگان هرات وارد کابل شد

د یونیسف ټیمونه ماشومانو او کورنیو ته حیاتي مرستې چمتو کوي، او سازمان د 96,000 اغیزمنو ماشومانو سره د مرستې لپاره اضافي مرستې ته اړتیا لري.

Leave a reply