په پاکستان کې د نوي کاروباري اونۍ په پيل سره د سرو زرو بيې لوړې شوې دي.

0
92

باغی ټي وي رپورټ

د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د سرو زرو بيې لوړې شوې وې.

د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن له مخې د اکتوبر په ۲۳ مه د یو توله سره زر په بیه کې ۱۲۵۰ روپۍ زیاتوالی راغلی دی.

له دې زياتوالي وروسته د يو توله سرو زرو بيه دوه لکه نهه زره شپږ سوه کلدارو ته لوړه شوې ده.

د ۱۰ ګرامه سرو زرو بیه د ۱۰۷۲ روپیو په زیاتوالی سره ۱ لاکه ۷۹ زره ۶۹۸ روپۍ ته رسېدلې ده.

په نړيوال بازار کې د سرو زرو بيه هم له ٩ ډالرو لوړه شوې او د يوه اونس بيه ٢٠٠١ ډالره شوه.

د يادونې وړ ده، چې د روانې مياشتې له ١٦مې نېټې څخه تر ٢٣مې نېټې پورې د يوې اونۍ په ترڅ کې د يو توله سرو زرو په بيه کې نهه نيم زره افغانۍ زياتوالى راغلى دى.

د اکتوبر په 16 په هیواد کې د یو توله سرو زرو بیه دوه لکه 100 روپۍ وه.

Leave a reply