د مسلم لیګ (ن) مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف د ایون فیلډ او العزیزیه ریفرنسز کې د سزا خلاف اپيلونو بیا بحالولو لپاره اسلام اباد های کورټ کې درخواستونه جمع کړي دي.

باغی ټي وي رپورټ
وکيل امجد پرويز د نواز شريف لخوا د اپيل بحالۍ لپاره درخواستونه جمع کړي دي۔
درخواستونو کې غوښتنه شوې چې استیناف دې بحال کړی شي او د دلیلونو اورېدو وروسته دې فیصله وشي.
ياده دې وي چې پخوانى وزيراعظم نوازشريف په ايون فيلډ اؤ العزيزيه ريفرنس کې مجرم ګرځول شوى اؤ د١٠ؤ کلونو لپاره دعدالت څخه نااهل شوى دى.
د اکتوبر په ۲۱مه نواز شریف له ۴ کلونو وروسته وطن ته د ستنېدو پر مهال د اسلام اباد هوايي ډګر په لانج کې له خپلو وکیلانو سره مشوره وکړه او د استیناف د بېرته ستنولو پر غوښتنلیکونو یې لاسلیکونه وکړل.
تر دې وړاندې د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس عامر فاروق او جسټس محسن اختر کياني په مشتمل ډويژن بينچ د نواز شريف د علاج لپاره بهر ته تللو نه پس د نواز شريف اپيلونه مسترد کړي وو۔
عدالت د ايون فيلډ ريفرنس کښې د نوازشريف د شريک ملزمانو مريم نواز او کيپټن ريټائرډ صفدر اپيلونه منظور کړي وو او د دوي سزا ئي کالعدم ګرځولې وه او د نيب ريفرنس نه ئي دوي ته د باعزته بري کولو حکم ورکړے وو او دا فيصله ئي د دوي د برطرفه کولو په وخت ليکلي وه۔ که چیرې چارواکي دوی ونیسي یا تسلیم شي، دوی کولی شي د استیناف د بیا پیلولو غوښتنه وکړي.
عدالت نيب ته د اکتوبر تر ٢٤مې نيټې پورې د نواز شريف د نيولو نه هم منع کړې ده چې هغه تسليم کړي.






