د پي ټي آئي چيرمين عمران خان او شاه محمود قريشي په سایفر مقدمه کښي تورن شوي دي۔

باغی ټي وي رپورټ
په اډياله جيل کې د اورېدنې پر مهال د رسمي رازونو د ځانګړې محکمې قاضي ابوالحسنات ذوالقرنين تورونه ولګول.
د پي ټي آئي چيئرمېن او شاه محمود قريشي د صحت جرم رد کړې دې۔
عدالت د پي ټي آئي چيئرمېن د فرد جرم د ځنډولو درخواست مسترد کړې دې۔
د اکټوبر په مياشت کې د سایفر د مقدمې اورېدنه تر 27 اکتوبر پورې ځنډولې شوې ده.
له دې وړاندې د چارج شيټ کولو نېټه د اکتوبر په ١٧مه ټاکل شوې وه، خو هغه مهال د تحريک انصاف د وکيلانو لخوا د چالان د کاپي نه وړاندې کولو په اړه اعتراضونه راپورته شوي وو.
د نن اورېدنې په موقع د راولپنډۍ اډياله جيل بهر د سيکورټي سخت انتظامات کړي شوي وو او اضافي پوليس اهلکار تعینات کړې شوي وو۔
ياده دې وي چې عمران خان او شاه محمود قريشي دا مهال د سایفر په مقدمه کې په اډياله جيل کې بنديان دي.