په کینیا کې د پاکستاني خبریال ارشد شریف له وژنې یو کال تېر شو، خو تورن کسان یې عدالت ته نه دي راکش کړي.

باغی ټي وي رپورټ

ياده دې وي، چې خبريال ارشد شريف يو کال وړاندې هم په کينيا کې د پوليسو سره په نښته کې ووژل شو.

دا پېښه چې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۲۳ د کینیا په نیروبي ښار کې د ماګدي په لویه لاره کې شوې وه وروسته د کینیا د پولیسو لخوا د غلط هویت د قضیې په توګه بیان شوه، خو د ارشد شریف د وژنې د قضیې په اړه تحقیقات د کینیا د پولیسو په دریځ کې تضاد وموندل. لاړ

د پوليسو لمړني دريځ دا وؤ چې هغوي د تښتول شوي ماشوم دنيولو لپاره هلته تللي وؤ، په داسې حال کې چې مقامي پلټونکي وائي چې په کومه لاره چې په دغه گاډي مرمۍ لگيدلي دي داسې نۀ ښکاري چې ديو روان گاډي څخه ډزې شوې وي.

بل خوا د خرم په وينا، چې د پېښې پر مهال يې د ارشد شريف موټر چلاوه، چې موټر يې د پېښې له ځاى څخه په نيم ساعت واټن کې د تپسي کلي ته وړى و.

د ارشد شریف په وژنه کې ککړ ټول پنځه کینیا پولیس افسران د بیا رغولو وروسته بیرته دندې ته ستانه شوي.

د سرچينو ترمخه په انکوائري کې ټول پينځه پوليس افسران بې گناه اعلان کړل شوي او دوه افسرانو ته هم لوړ رتبه ترقۍ ورکړل شوي دي.

د پاکستان سترې محکمې د خبريال ارشد شريف د وژنې نوټس اخيستی و، خو د څو اورېدونکو سره سره د دې قضيې پرېکړې ته ونه رسېد.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版