د مسلم ليګ (ن) مشر رانا ثناءالله وايي چې پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف په کومو خبرو کې د پي ټي ائي هم شامل دي.

باغی ټي وي رپورټ
د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې خبرو کښې د مسلم ليګ نون مشر وئيلي دي چې پي ټي آئي په هغه څه کښې شامله ده کوم چې نواز شريف ويلي وو ولي د نهم مئي مجرمه ډله پکښې شامله نه ده۔
ده د خبرو په مهال وويل چې د نهم مې د ملزمانو نه علاوه پي ټي آئي وجود نه لري؟
ياده دي وي چي نوازشريف څلور کاله پس دزيارت په ورځ پاکستان ته راستون شوے دے۔نن مسلم ليګ ن د لاهور په مينار پاکستان کښي يوه جلسه اوکړه۔
جلسې ته په خطاب کې نوازشريف وويل زما په زړه کې د انتقام جذبه نشته، زه د ولس خدمت کول غواړم، مونږ بايد په دوه چنده رفتار روان شو.
پخواني وزيراعظم وويل زخمونه دومره سخت دي چې روغيدل به يې وخت نيسي، زما په زړه کې د انتقام جذبه نشته، زما ارمان دا دى چې د خپل قوم خوشحالي وکړم، د دې ملت خدمت کول غواړم.
هغه وویل چې موږ به دا وطن بیا جنت جوړ کړو، که زموږ د داستان پوښتنه کول غواړئ نو زموږ له اخلاقو پوښتنه وکړئ، د دولت اساسات باید د اساسي قانون له مخې په ګډه کار وکړي.






