کډوالو چارو وزارت وایي ترکیې ته تللي پلاوي ددغه هېواد د مهاجرت ادارې له مشر سره کتلي.
کډوالو چارو وزارت وایي ترکیې ته تللي پلاوي ددغه هېواد د مهاجرت ادارې له مشر سره کتلي.
22 اکتوبر یکشنبه 2023
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د دفتر رئیس قاري اجمل ویاړ په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي په ترکیه کې ددغه هېواد د مهاجرت ادارې له مشر اتیلا توروس سره کتلي او د مهاجرینو په ستونزو یې ورسره خبرې کړي.
په دغه ناسته کې دواړو لوریو د مهاجرینو اتشې پر اړتیا او د یوه ګډ کمیسیون پر جوړولو توافق کړی، چې له لارې به یې د مهاجرینو اړوند ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه له یوبل سره شریکوي.
دغه راز یاد پلاوي په انقره کې د ټوپلام په نوم له یوه زندان څخه هم لیدنه کړې، چې یو شمېر افغانان پکې بندیان دي
اړوند موضوعات
د ترکیې سفیر ته د کډوالو چارو وزارت مرستیال: د افغان کډوالو ایستل دایمي حل نه دی
یاد وزارت وایي ، چې په نږدې راتلونکې کې به ښاغلی توروس افغانستان ته هم سفر وکړي.