د ایم کیو ایم پاکستان مشر فاروق ستار د خزانې پخواني وزیر مفتاح اسماعیل ته په پارټۍ کې د شاملیدو بلنه ورکړې ده.

باغی ټي وي رپورټ
جیو نیوز سره خبرو کې د ایم کیو ایم پاکستان مشر فاروق ستار ویلي، پاکستان له کومو حالاتو سره مخ دی، د ښه خلکو ټیم جوړول پکار دي، په دې برخه کې د ګډې ملي اجنډا اړتیا ده. له مفتاح اسماعیل سره په کتنه کې د هېواد او پر همدې ملي اجنډا خبرې وشوې
فاروق ستار وئيلي دي چې کراچۍ به اباديږي، جوړيږي او بچ کيږي نو د دې مانا دا ده چې پاکستان جوړ شو، بچ کړو او خپل کړو او په دې لړ کې د مفتاح اسماعيل اقتصادي وژن ډير پراخ دی.
د ایم کیو ایم مشر ویلي مفتاح اسماعیل ته یې د ایم کیو ایم پاکستان کې د شاملیدو بلنه ورکړې ده چې په ځواب کې مفتاح اسماعیل ترې د فکر کولو او ځواب ویلو غوښتنه کړې ده.
دسرچينو له مخې فاروق ستار اؤ مفتاح اسماعيل دوه ورځې وړاندې د مفتاح اسماعيل په کور کې ليدنه کړې وه.






