د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر او پخواني وزيراعظم نوازشريف وئيلي دي دانتخاباتو لپاره بشپړ تيارى لري، حلقه بندۍ وخت نيسي، يواځې دانتخاباتو دنيټې په اړه اليکشن کميشن غوره فيصله کولى شي.

باغی ټي وي رپورټ

دوبۍ ته د تللو نه وړاندې په هوايي ډګر کې وينا کې پخواني وزيراعظم وويل دانتخاباتو فيصله اليکشن کميشن کولى شي او دا با اختياره اداره ده، نن چې شفاف اليکشن کميشن دى په دې اړه غوره فيصله کولى شي.

نوموړي زیاته کړه، چې ټاکنو ته چمتو دي، خو ټاکنیزې حوزې لا تر اوسه نه دي مشخصې شوې، تر سرشمېرنې وروسته پروسه ترسره کېږي، وخت نیسي، هر څه د ټاکنو کمېسیون په نظر کې دي، ښه پرېکړه به وکړي.

نوازشريف وويل چې لور يې هم په اخره کې کلين چټ ترلاسه کړې وه او هغه يې هم ترلاسه کړې وه، دوی يو څه سور رنګه پاکستان ته ځي، هر څه الله ته پاتې دي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې نوازشريف وويل ښه به وى که نن د 2017 په پرتله حالات ښه شوي واى، دافسوس خبره ده چې هيواد دپرمختگ پرځاى شاته روان دى.

د مسلم لیګ (ن) مشر وویل هغه هیواد چې IMF یې خدای حافظ بللی وو نن ورځ په اضطراب اخته دی.

ياده دې وي چې د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر نوازشريف له څلورو کلونو وروسته وطن ته راستون شوی دی، پخوانی لومړی وزير لومړی له دوبۍ څخه د يوې ځانګړې الوتکې په وسيله اسلام اباد ته رسېدلی او له هغه ځايه يې لاهور ته رسېدلی دی.

دا هم باید په یاد ولرئ چې پخوانی لومړی وزیر نواز شریف په ۲۰۱۹ کال کې د درملنې لپاره له پاکستان څخه لندن ته تللی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版