د پاکستان مسلم ليګ نون مشر او پخواني وزيراعظم نوازشريف د وطن واپسۍ په اړه دپاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) وئيلي دي چې نن رياست د يو قومي مجرم د واپسۍ دپاره قانون او انصاف په خپلو لاسونو ښخ کړى دى.
باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي ائي لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې ولس د حکومت د بدلون سازش نه مني ، د لندن منصوبه او مقصد به يې نه مني .
بل خوا د پي ټي آئي مشر علي محمد خان د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې د خبرو په مهال نواز شريف ته وطن ته د راتګ هرکلے وکړو۔
په خپرونه کې په خبرو کې علي محمد خان وویل چې نواز شریف ته ښه راغلاست وایو خو که هغه په اساسي قانون کې راغلی وای ښه به وای.
ده ووئيل كه د پي ټي آئي چيئرمېن تر راتلو وروسته انتخابات وشي نو دوي به څنګه حكومت كولې شي، څومره وخت به مونږ په جيلونو كښې ساتي او اخر به په لارو كوڅو ته راځو.
ده ووئيل صدر عارف علوي دې د اسټيبلشمنټ او سياسي ګوندونو ترمېنځه خبرې اترې پېل كړي۔
د يادونې وړ ده چې د پاکستان د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف له څلورو کلونو وروسته هېواد ته راستون شوى دى.
جلسې ته په خطاب کې د مسلم ليګ ن مشر نوازشريف وويل زما په زړه کې د انتقام جذبه نشته، زه د ولس خدمت کول غواړم، مونږ ته په دوه سرعت سره چليدل پکار دي.
هغه وويل چې د هېواد د ستونزو د هواري لپاره مې شپه او ورځ کار وکړ، پر ما جعلي دوسيې جوړې شوې، زندانونو ته واچول شو. دولتي بنسټونه، ګوندونه او د دولت هغه ستنې چې اساسي قانون پلي کوي باید په هماهنګۍ سره کار وکړي.
هغه وويل، چې له ګډ کار پرته هېواد پرمختګ نه شي کولى، ټول بايد سره يو ځاى شي، د ناروغۍ ريښه بايد له منځه يوړل شي، چې له امله يې هېواد له پرله پسې پېښو سره مخ دى.