د مسلم ليګ ن مشر نوازشريف څه موده وړاندې جاتي امرا ته رسيدلې چرته چې کور ته له تللو وړاندې د خپل پلرني هديرې زيارت وکړ.

باغی ټي وي رپورټ

نوازشريف پلرني هديرې ته رسېدلی او د خپلې مور، پلار او ورور عباس شريف پر قبرونو يې د ګلونو ګيډۍ کېښودې او فاتحه يې وکړه.

نوازشريف د خپلې مېرمنې کلثوم نواز په قبر هم د ګلونو ګېډۍ کېښوده او فاتحه يې وکړه او د کورنۍ د نورو وژل شويو غړو په قبرونو يې هم فاتحه وکړه.

مريم نواز شريف او د هغه د کورنۍ نور غړي هم د پلارني هديرې ته د رسېدو په مهال ورسره موجود وو.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف له څلورو کلونو وروسته هېواد ته راستون شوى دى.

جلسې ته په خطاب کې د مسلم ليګ ن مشر نوازشريف وويل زما په زړه کې د انتقام جذبه نشته، زه د ولس خدمت کول غواړم، مونږ ته په دوه سرعت سره چليدل پکار دي.

هغه وویل چې ما شپه او ورځ په زحمت د هیواد ستونزې حل کړې، په ما باندې جعلي دوسیې جوړې شوې، زندانونو ته واچول شوم. دولتي بنسټونه، ګوندونه او د دولت هغه ستنې چې اساسي قانون پلي کوي باید په هماهنګۍ سره کار وکړي.

هغه وويل، چې له ګډ کار پرته هېواد پرمختګ نه شي کولى، ټول بايد سره يو ځاى شي، هغه ناروغۍ له منځه يوړل شي، چې له امله يې هېواد د پرله پسې پېښو سره مخ کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版