نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د چين دوره مکملولو وروستو وطن ته واپس راغلې ده۔

باغی ټي وي رپورټ
د خبرپاڼې له مخې، سرپرست صدراعظم د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په درېيم فورم کې د ګډون لپاره چين ته تللی او هلته يې د چين له ولسمشر شي جين پينګ، لومړي وزير لي کيانګ او نورو چارواکو سره وکتل.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنو کې د چين او پاکستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو پر بنسټ د همکاريو پر پراختيا هوکړه وشوه.
تېره ورځ نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د ارومچي په تاريخي يانګ هنګ ګرانډ بازار جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړ.
هغه د چين د شينجيانګ پوهنتون ته د ليدنې پر مهال محصلينو ته په خطاب کې وويل چې شينجيانګ نه يوازې د سوداګرۍ او ارتباطي دهلېز دی، بلکې د دوو سترو قومونو د نښلولو لامل هم دی.
د بيان ترمخه نگران وزيراعظم د چين د دورې په موقع د مشهورو سوداګرو سره هم ملاقاتونه کړي دي او وزيراعظم د چين دوره مکملولو نه پس وطن ته واپس راغلې دې۔






