د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر ميا محمد نواز شريف د څلورو کالو وروستو نن وطن ته ستنيږي، وطن ته د ستنيدو وروستو به هغه د بيلا بيلو مقدمو سره مخ کيږي.

0
86

باغی ټي وي رپورټ

نوازشريف ته به د اصف زرداري او يوسف رضا ګيلاني تر څنګ د نېب په ريفرنس کې د هغه د وطن واپسۍ په مهال د توشه خانې نه د مرسيډيز موټر د نيولو په تور د مقدمې سره مخامخ شي.

پخوانی لومړی وزیر به د ایون فیلډ او العزیزیه سټیل ملز ریفرنسونو کې د احتساب عدالت لخوا ورکړل شوې سزا ردولو لپاره اسلام اباد هائي کورټ کې اپیل دائر کړي.

هائي کورټ د ايون فيلډ ريفرنس کښي شريک ملزم مريم نواز او کيپټن ريټائرډ صفدر ته بري کړي دي۔

د پاناما جے آئي ټي د پلټنو وروستو نيب د نواز شريف په ضد درې ريفرنسونه احتساب عدالت کښې جمع کړي وو چې د احتساب عدالت جج محمد بشير په ايون فيلډ ريفرنس کښې نواز شريف ته د لس کاله بند سزا اورولې وه۔

په همدغه ريفرنس کې شريک تورنه مريم نواز ته د اووه کالو او کېپټن ريټائرډ صفدر ته د يو کال بند سزا اورول شوې ده.

د احتساب عدالت جج محمد ارشد ملک نواز شريف ته د العزيزيه اسټيل ملز ريفرنس کښې د اووه کالو بند سزا اورولې او فليګ شپ ريفرنس کښې بري شوې ده۔

نوازشريف د علاج دپاره بهر ملک ته تللو نه وړاندې اسلام اباد هائي کورټ کې د سزا خلاف دواړه اپيلونه اورول شوي وو او سزاګانې يې معطل کړې وې خو د بهر کې د اوسيدو له امله يې اپيلونه د نه منلو په وجه خارج کړل شوي وو.

عدالت په خپله فيصله کې ليکلي چې کله استيناف کوونکي بيرته راګرځي نو هغه د سزا خلاف اپيلونو د بحالۍ درخواست کولی شي.

نواز شریف به د استیناف د بیا پیلولو وروسته فیصلې ته انتظار باسي، خو په دې ترڅ کې به د هغه سزا وځنډول شي.

د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې نیب د نواز شریف خلاف د توشه خانې ریفرنس هغه وخت دائر کړ چې هغه له هیواده بهر وو، په دې مقدمه کې په شریک تورن آصف زرداري او یوسف رضا ګیلاني تورونه لګول شوي وو، خو نواز شریف عدالت ته د حاضریدو له وجې عدالت ته حاضر نه شو. په دې حواله کې د اعلاناتو په توګه.

نوازشريف به وطن ته د ستنيدو په مهال د دغه ريفرنس په مقدمه کې مخامخ کيدل غواړي.

Leave a reply