د ملي هوايي شرکت ۱۸ نورې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې لغوه شوي، چې له کراچۍ څخه د ۱۴ پروازونو په ګډون.

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ نه لاهور، بهاولپور رحيم يار خان او کوئټې څلور پروازونه لغوه شوي دي او پي کى 308 او پي کى 368 کراچۍ نه اسلام اباد لغوه شوي دي.
د دې نه علاوه د دمام، مسقط، لاهور، بهاولپور، رحيم يار خان او کوئټې نه کراچۍ ته پروازونه لغوه شوي او د اسلام آباد نه کراچۍ ته د پي کے 319 او پي کے 369 پروازونه هم لغوه شوي دي.
له اسلام اباد څخه سکر او کویټې ته څلور الوتنې لغوه شوي او د کراچۍ مدینې الوتنې PK 743 روانېدل 6 ساعته او 20 دقیقې ځنډول شوي دي.
اسلام اباد او جدې ته د سهار د ۱۱ بجو الوتنه PK 735 14 ساعته ځنډول شوې او له ملتان څخه مدینې ته پرواز به د 4 ساعتونو او 25 دقیقو ځنډ وروسته د غرمې په 12 بجو روان وي.






