غزې ته د پاکستان د بشري مرستو رسول د مصر العریش نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلي دي.

باغی ټي وي رپورټ
د بهرني خبري اژانس له مخې العريش هوايي ډګر د غزې نه ٤٠ کلوميټره لرې پروت دى.
له پاکستان څخه د ۸۱ ټنو بشري او طبي مرستو یوه ځانګړې الوتکه مصر ته رسېدلې ده، چې په مصر کې د پاکستان سفیر ساجد بلال دغه مرستې د مصر د سرې میاشتې ټولنې ته وسپارلې.
د پاکستان سفارت وايي، پاکستان په دې حساس وخت کې د فلسطيني ولس ترڅنګ ولاړ دی، پاکستان به فلسطينيانو ته د اړتيا وړ مرستو لېږلو ته دوام ورکړي.
د پاکستان په استازیتوب د فلسطیني ولس سره د مرستې لپاره د پاکستان د پوځ او NDMA د مرستو لومړۍ جوپه له مصر څخه اسلام اباد ته رسېدلې ده او هلته به د رفح لارې له پرانیستلو وروسته غزې ته د مرستو رسولو وړ وي.
د پاکستان لخوا د فلسطیني خلکو سره د مرستې لپاره لیږل شوي امدادي سامانونو کې 1,000 خیمې، 4,000 کمپلې او درې ټنه درمل شامل دي.






