د غزې او مصر تر منځ د رفح دهلیز به نن نه پرانستل کیږي.

0
80

باغی ټي وي رپورټ

د بهرنيو ميډيا له مخې د رفح دهليز د نه پرانستلو له امله به هغو فلسطينيانو ته مرستې ونه رسيږي چې نن په غزه کې له لوږې او تندې سره لاس او ګريوان دي.

تېره ورځ مصري رسنیو ادعا کړې وه چې د رفح دهلیز به نن پرانیستل شي، خو امریکايي رسنۍ وايي چې نن به د رفح لار پرانیستل نشي.

اسراییلو ته د امریکا د ولسمشر د سفر پر مهال امریکايي چارواکو ادعا کړې وه، چې اسراییل د رفح له لارې غزې ته د مرستو رسولو په لاره کې خنډ نه جوړوي، خو اوس ویل کیږي، چې د درېیو ورځو په تېرېدو سره هم د رفح کراس نه دی خلاص شوی. پرانستل شو، غزې ته هېڅ ډول مرستې نه دي رسېدلي.

له بلې خوا پاکستان د فلسطین له خلکو سره د مرستې لپاره د پاکستان د پوځ او NDMA له خوا د مرستو لومړۍ جوپه له مصر څخه اسلام اباد ته استولې ده.

Leave a reply