د ملکي هوانوردۍ ادارې (CAA) پاکستان ته د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د راستنیدو لپاره پاکستان ته د راتلو ځانګړې الوتکې لپاره NOC جاري کړی دی.

باغی ټي وي رپورټ
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نواز شريف به د ګلف ايرلاينز د بوينګ ٧٣٨ الوتکې له لارې پاکستان ته ورسېږي.
د نواز شریف ځانګړې الوتکې له CAA څخه د اکټوبر په ۲۱ مه د غرمې پر ۱۲:۳۰ بجو د کښته کېدو اجازه غوښتې وه، CAA د ګلف ائیر ځانګړې الوتنې نمبر ۴۵۲۵ ته د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د کېناستلو اجازه ورکړې ده.
سرچينې وائي د نواز شريف ځانگړې الوتکه به د ماسپښين دوه نيمې بجې له اسلام اباد څخه روانيږي او الوتکه به د ماسپښين په 3:20 بجو لاهور ته رسيږي.
د سرچينې په وينا، ښايي اسلام اباد ته د نواز شريف د سفر پلان د محکمې له وروستيو پرېکړو وروسته بدل شي.
د سرچينو له مخې په پلان کې دبدلون په صورت کې به نوې اين او سي جاري کړل شي.
ياده دې وي چې پخوانى وزيراعظم نوازشريف له جدې څخه دوبۍ ته رسيدلى دى، ورسره پنځه کسان هم دوبۍ ته راغلي دي، نوازشريف ته د دوبۍ په هوايي ډګر کې د چارواکو له خوا ځانګړی پروتوکول ورکړل شو.
د سرچينو له مخې نواز شريف د خپلې لور عاصمه نواز او زوم علي ډار سره په دوبۍ کې په امارات هيلز کې اوسيږي. له پخواني لومړي وزیر سره حسین نواز او حسنین ډار هم دي.
نواز شریف نن سهار له جدې څخه دوبۍ ته په یوه الوتکه کې د یوې مهمې ناستې له امله په سعودي عربستان کې د لنډې مودې لپاره ولاړ.
نوازشريف به دوه ورځې وروستو داکتوبر په ٢١مه نيټه له دوبۍ څخه اسلام اباد ته راځي او په اسلام اباد کې به دقانوني مسايلو په اړه تر مشورې وروستو به نواز شريف لاهور ته ځي او هلته به په مينار پاکستان کې يوې جلسې ته وينا کوي.
په لاهور کې د نواز شریف د جلسې په تالار او نږدې سړکونو کې به ۱۲ زره پولیس او ۳ زره ټرافیک وارډنز په دنده بوخت وي، د کاروانونو لپاره به بند سړک او حلقوي سړک ته نږدې پارکینګ وي.






