روس غزې ته ۲۷ ټنه بشري مرستې واستولې.

0
42

باغی ټي وي رپورټ

د خلیجي رسنیو د راپور له مخې، روسي چارواکي وايي، روسیې له مسکو څخه د ځانګړو الوتنو په ترسره کولو سره د مصر له لارې د غزې تراړې ځپلو خلکو ته بشري مرستې رسولي دي.

د روسي چارواکو په وینا، په دې مرستو کې غنم، بوره، وريجې او پسته شامل دي، چې د مصر سرې میاشتې به غزې ته ولېږدوي.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر جوبایډن د رفح له لارې د غزې جنوب ته د ۲۰ لاریو د مرستو د لومړۍ کښتۍ د استولو غوښتنه کړې ده.

جو بایډن وویل چې د امدادي توکو په لومړۍ ډله کې به خورا اړین توکي واستول شي، په داسې حال کې چې د امدادي توکو دوهمه بسته به د وضعیت په اساس پریکړه کیږي.

د یادولو ده چې د امریکا ولسمشر یوه ورځ وروسته له هغې اسرائیلو ته سفر وکړ چې اسرائیلو په غزه کې یو روغتون په نښه کړ او ۵۰۰ فلسطینیان یې ووژل، چې جوبایډن اسرائیلو ته کلین چټ ورکړ او پر روغتون د برید پړه یې د فلسطینیانو په ډله کې شامله کړه.

Leave a reply