د مسلم ليګ (ن) مشر او پخوانى وزيراعظم نوازشريف به د پروګرام له مخې د اکتوبر په 21مه نېټه هېواد ته ستنېږي.

0
79

باغی ټي وي رپورټ

د شریف کورنۍ سرچینو جیو نیوز ته تایید کړې، چې له دوبۍ څخه پاکستان ته د نواز شریف د راتګ په پخواني پروګرام کې کوم بدلون نه دی راغلی او د پلان له مخې به نواز شریف د دوبۍ پر ځايي وخت سهار وختي پاکستان ته ولاړ شي.

سرچينې زياته کړې چې د نوازشريف الوتکه به د قانوني غوښتنو له مخې لومړی اسلام اباد کې ښکته کېږي، هغه به لږ وخت په اسلام اباد کې پاتې کېږي او وروسته به لاهور ته رسېږي. بل لوري ته د (ن) ليګ مشر اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې د نواز شريف د واپسۍ په شيډول کې کوم بدلون نۀ دى راغلى، د شيډول له مخې به د نواز شريف ځانګړې الوتکه اسلام اباد ائيرپورټ ته رسيږي چرته به چې هغه لاهور ته ځي.

ده ووئيل د نوازشريف د واپسۍ منصوبه هماغه ده كوم چې اسلام آباد هائي كورټ كښې وړاندې كړې شوې ده په شيډول كښې كوم بدلون نشته، نواز شريف به د اکتوبر په 21مه نېټه له دوبۍ څخه اسلام آباد ته رسېږي، د هغه ځانګړې الوتكه به په اسلام آباد كښې كېږي۔ ماسپښين به په اسلام اباد کې د مشورتي غونډې او قانوني رسم ګذشت نه وروستو لاهور ته ستنېږي، نواز شريف به په منار پاکستان جلسې ته په ټاکلي مهال او وخت وينا کوي.

Leave a reply