د پاکستان د چیف سلیکٹر انضمام الحق د پی سی صابي سره یو ځل بیا د اختلافاتو راپورونه دي.
باغی ټي وي رپورټ
دسرچينو ترمخه د سينئر او جونيئر سلیکشن کميټۍ مشر د پاکستان کرکټ بورډ نه ناخوښه دی او د پاکستان د انډر نولس کلنې لوبډلې د مشر روزونکي د ټاکلو په سر اختلافات پيدا شوي دي.
د سرچينو ترمخه پي سي بي شاهد انور د انډر 19 ټيم مشر روزونکى ټاکلى دى، پخوا پي سي بي د انضمام الحق په تجويز محمد يوسف د روزونکي په توګه ټاکلى ؤ.
تر انضمام الحق وړاندې هم په ګڼو مسایلو اختلافونه رامنځ ته شوي وو.
د سرچينو ترمخه چيف سليکر انضمام الحق څو اوونۍ وړاندې په ٢٥ لاکه روپۍ مياشت کې درې کلن تړون لاسليک کړى ؤ.
چیف سلیکٹر ته د نږدې سرچینو په وینا، انضمام الحق له PCB سره د جلا کیدو فکر کوي، په داسې حال کې چې محمد حفیظ د تخنیکي کمیټې نظر ته اهمیت نه ورکولو له امله جلا شوی دی.
د دې نه علاوه د ټېکنیکل کمېټۍ مشر مصباح الحق هم اوس کومه علاقه نه لري، د هغه لپاره د پي سي بي سره تړلې پاتې کېدل ګران دي، مصباح په دې ورځو کې د آئي سي سي ورلډ کپ لپاره د ټي وي شو برخه ده.
د PCB موقف:
په دې اړه د پي سي بي وينا ده چي چيف سليكټر انضمام الحق تيره ورځ د سلیکشن په معاملو کښي برخه اخستې وه او د پاکستان انډر 19 او د پاکستان وومن اے سکواډز د انتخاب په معاملو کښي شامل وو۔
د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، انضمام الحق په خوښۍ سره په ټولو چارو کې برخه اخیستې، موږ د کوم اختلاف یا ناخوښۍ راپور نه لرو.