د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بينچ د شيخ رشيد د نظربندۍ په ضد درخواست کښې پوليسو ته آخري مهلت ورکړے دے.

0
130

باغی ټي وي رپورټ

د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ جسټس صداقت علي د شيخ رشيد د نظربندۍ په ضد د درخواست اورېدنه وکړه چې پکښې آر پي او راولپنډۍ عدالت ته حاضر شو.

عدالت پوښتنه وکړه چې آر پي او صېب دې ووايي چې د شيخ رشيد په اړه څه پرمختگ شوى؟ آر پی او وویل چې د شیخ رشید د نیولو هڅې روانې دي، نور وخت ته اړتیا ده.

محکمې وویل نور څومره وخت پکار دی؟ تاسو په هغه وخت کې څه وکړل چې تاسو ته ورکړل شوي وو؟ آر پي او وويل چې درخواست کوونکي ته دپوښتنو لپاره راغوښتل شوى و، هغه کوم معقول ځواب نۀ دى ورکړى، دسي ډي آر له مخې دشيخ رشيد په نيولو تورن 5 پوليس افسران موجود نۀ وؤ.

محکمې ویلي چې دوی د وروستي چانس په توګه د یوې اونۍ د غځولو په اړه غور کوي، تر یوې اونۍ وروسته به نور مهلت نه ورکوي، محکمه به یوه اونۍ وروسته په اخطار سره څه حکم صادر کړي.

Leave a reply