احتساب عدالت د توشه خانه کيس کښې د پخواني وزيراعظم نواز شريف د ګرفتاري وارنټ معطل کولو درخواست باندې فيصله محفوظ کړې ده۔

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد د احتساب عدالت جج محمد بشير د توشه خانه کېس کې د نواز شريف د وارنټ معطلۍ د درخواست اورېدنه وکړه چې پکې د نوازشريف وکيل قاضي مصباح او د نيب پراسيکيوټر عدالت ته حاضر شول.
د اوريدنې په مهال وکيل صفيه قاضي مصباح وويل چې د نواز شريف د وارنټ معطلولو دپاره تيره ورځ درخواست جمع کړل شوى ؤ، هغه عدالت ته حاضريدل غواړي او په ٢١م اکتوبر پاکستان ته راځي نو د هغه د ګرفتارۍ وارنټ دې وځنډول شي.
په دې اړه قاضي محمد بشير وويل چې د نوازشريف په ضد د توشه خانې کېس د نېب کورټ درېيم مقدمه ده، په دې اړه وکيل وويل چې په ٢٤م اکتوبر ستاسو په عدالت کې اورېدنه ده، نوازشريف حاضرېدل غواړي.
د نوازشريف د وکيل په موقف د احتساب عدالت جج محمد بشير د پخواني وزيراعظم د مقدمې ريکارډ طلب کړو.
قاضي پوښتنه وکړه چې ایا په دې قضیه کې په های کورټ کې امنیتي بانډ جمع شوی؟ په دې اړه وکيل وويل چې د توشه خانې کېس کې هاي کورټ کې حفاظتي بانډ نه دی جمع کړی شوی، د توشه خانه کېس کې وارنټ جاري شوي دي، فيصله نه ده شوې، د اسحاق ډار په ورته کېس کې وارنټ معطل کړی شوي دي. .
وکيل صافي وويل چې د نوازشريف وروستى ميډيکل رپورټ هم ورسره تړلى دى، هغه به احتساب عدالت کې حاضريږي، ملزم هغه وخت عدالت ته حاضريږي کله چې دگرفتاري وارنټ معطل شي، په داسې حال کې چې دنيب لخوا د نواز شريف دگرفتاري وارنټ نشته. ، وارنټ دې وځنډول شي ترڅو محکمې ته د راتلو لاره پیدا شي.
د اوريدنې په مهال د نيب پراسيکيوټر وويل چې نوازشريف دوه ضمانتونه غوښتي دي، هغه وايي چې عدالت ته ځان تسليمول غواړي، که نوازشريف راتلل غواړي نو وارنټ دې تر ٢٤م اکتوبر پورې وځنډول شي.
د وکيل صافي او د نيب پراسيکيوټر دلائل اوريدو نه پس عدالت د نواز شريف د وارنټ معطلي درخواست باندي فيصله محفوظ کړے ده۔






