پاکستان د ابابیل وسلو سیسټم په بریالیتوب سره وازمایه.

0
132

باغی ټي وي رپورټ

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په وینا، د توغندیو د سیسټم موخه په سیمه کې د ستراتیژیک ثبات لوړول دي.

د آئي ايس پي آر ترمخه د وسلو د نظام د پرانستلو دستوره د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا، د ستراتيژيک پلانونو ډويژن لوړ پوړو افسرانو، د ستراتيژيکو ځواکونو کمانډ، سائنسدانانو او انجينيرانو هم وليدل۔

د آئي ايس پي آر ترمخه د تجربې مقصد د مختلفو ډيزاينونو، فني پيراميټرونو او د مختلفو وسلو نظامونو د کارکردګۍ ارزونه وه.

چيئرمېن جوائنټ چيفس جنرل ساحر شمشاد مرزا د کامياب تجربې لپاره د ټولو خلقو د فني استعداد، لگن او عزم ستائنه وکړه۔

د دې نه علاوه اولس مشر، د پاكستان وزيراعظم او د پوځ سرلښكر هم د ستراتيژيك ځواكونو ټولو غړو ته په دې بريا مباركي وركړه۔

Leave a reply