نگران وزيراعظم انورحق کاکړ په غزه کې په روغتون د اسرائيلي بمبارۍ سخته غندنه کړې ده.

0
83

باغی ټي وي رپورټ

د سوشل میډیا پلیټ فارم ایکس باندې یو بیان کې ، سرپرست لومړي وزیر وویل چې د روغتون په نښه کول یو غیر انساني عمل دی ځکه چې نړیوال بشردوستانه قانون روغتونونو او طبي کارمندانو ته تحفظ ورکوي.

سرپرست لومړي وزیر پر فلسطین د اسرائیلو د بې توپیره بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه هم وکړه.

هغه وویل چې نړیواله ټولنه باید د تاوتریخوالي د بندولو لپاره سمدستي اقدامات وکړي او مسؤل کسان یې محاکمه کړي او د اسرائیلو د بې ګناه فلسطینیانو د وژلو مخه ونیسي.

د یادولو وړ ده چې په غزې د اسراییلو لخوا وحشیانه بمبارۍ دوام لري او د صهیونیسټي ځواکونو په وروستي برید کې تر ۵۰۰ ډیر فلسطینیان شهیدان شوي او تر ۶۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.

Leave a reply