د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير په مشرۍ کې د کمانډرانو د غونډې برخه والو په غزه کې د اسراييلي ځواکونو له خوا د زور زياتي له امله د بې ګناه ملکي وګړو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه.

باغی ټي وي رپورټ

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له مخې، د پوځ د مشر په مشرۍ د 260 مې کور کمانډرانو غونډه وشوه.

د آئي ايس پي آر ترمخه آرمي چيف جنرل عاصم منير وئيلي دي چې د فلسطيني اولس د پاکستان د اولس پوره سفارتي، اخلاقي او سياسي ملاتړ، د فلسطين د مسئلې د دوامدار حل او د مسلمانانو په مقدسو ځايونو د غير قانوني قبضې ختمولو لپاره اصولي موقف لري. ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د آئي اېس پي آر له مخې فورم په غزه كښې د اسرائيلو لخوا د زور استعمال له امله د بې ګناه اولسي وګړو په مرګ ژوبله خواشيني څرګنده كړه۔

د دې نه علاوه آرمي چيف د پاکستان نه د غير قانوني مهاجرينو باعزته او محفوظه واپسي يقيني کولو هدايات کړي دي۔

په غونډه کې د غیر قانوني اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې د روانو اقداماتو هم کتنه وشوه، ګډونوالو وویل چې د اقتصاد د بیا احیا په برخه کې به له حکومت سره هر ډول ممکنه مرسته وکړي.

د پوځ سرلښکر وويل دذخيره کولو، سمگلنګ مافيا اؤ کارټلانو په ضد به عمليات پياوړي کوي، دکارروائيو له منفي اغيزو څخه به اقتصادي فعاليتونه پاک کړل شي، پاک پوځ به دحکومت اؤ قانون نافذونکو ادارو سره په هره ممکنه لاره کې همکاري کوي.

د آئي اېس پي آر له مخې فورم د ټولو مستقيمو او بالواسطه خطرونو په ضد د قامي سالميت دفاع كولو عزم څرګند كړو۔ د غونډې ګډونوالو وویل، دولت به له ټولو هغو ترهګرو سره چې د دښمن د ځواکونو په لارښوونه عمل کوي، په پوره قوت سره چلند کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载