پاک افغان دوه اړخیز تجارت یو وخت کښې تر ۵ پینځه اربه ډالرو پورته وو، وس دا تجارت ډیر لاندې راغورځیدلې دې: پخوانۍ سینیټر تاج محمد آفریدي

0
416

نصیب شاه شینواري
د پاکستان په پارلیمان کښې د سناتور په څوکۍ پاتې شوی پخواني سناتور تاج محمد افریدی د نهې په ورځ د لنډی کوتل تحصیل په جرګه هال کښې یو دستورې ته په وینا کښې اوویل چې یو وخت وو چې د په تورخم پوله د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت ډیره وده کړې وو او دا سوداګرې تر ۵ بلین ډالره اوچته وو خو ل ه بده مرخه وس دا تجارت ډیر بد اغیزمن شوې دې او په تورخم پوله د پاکستان او افغانستان ترمینځ ډیر کم تجارت کیږي.
پخواني سناتور اوویل چې کله دوی سناتور وو نو خپله ذمه واری ی په ښه توګه پوره کړې ده اود پاکستان او افغانستان تجارت ته وده ورکولو ، په پاک افغان پوله تورخم او نورو سیمو کښې د پاکستان او افغاني سوداګرو ستونزو هوارولو لپاره خپلې عملي هڅې کړي دي.
هغوی اوویل چې د پاکستان ایکسپورټ ته ودوه ورکولو لپاره افغانستان او نورې منځنۍ اسیا ملکونو یو ښه مرکز دې او پاکستاني چارواکي باید په دې فکر وکړي چې خپل ایکسپورټ تجارت ته په دې لاره وده ورکړي او خپل صادراتي توکي په دې لار افغانستان او نور د منځنۍ آسیا هیوادونو ته واستوي، نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان اقتصاد بد اغیزمن شوې او دا وخت دې چې ددې ملک لوړ پوړه چارواکي د اغیزمن شوي اقتصاد ته وده ورکولو لپاره عملي هڅې وکړي او په پاک افغان پوله نورې تجارتي اسانتیاوې پیدا کړي چې د پاکستان ،افغانستان او نور منځنۍ آسیا هیوادونو ترمینځ تجارت وده وکړي. نوموړي غوښتنه وکړه چې په تورخم پوله باید د سوداګرو ستونزې هوارې شی چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت وده وکړي.
ki
دا دستوره چې د تورخم کسټم کلیرینس ایجنټس ایسوسي ایشن ایشن د نوې کابینې ټاکل شوي صدر ایمل خان شینواري او نورو غړو د سوګند پورته کولو په مناسبت تابیا شوې وه، نورو مشرانو ارباب قیصر(ډایریکټر پاک افغان ټرانزټ ټریډ خیبر پښتونخوا)، معراج الدین شینواري چیرمین، تورخم کسټم کلیرینس ایجنټس ایسوسی ایشن، هم خپلې ویناوې وکړې ،د اتحادې نوي ټاکل شوو غړیو ته ی مبارکي ورکړه.
…………………………..

Leave a reply