د پاکستان سټيټ بانک وايي چې په پاکستان کې د راکړې ورکړې لپاره د 75 روپیو شنه او نیلي دواړه نوي نوټونه کارول کیدی شي.

0
107

باغی ټي وي رپورټ

د پاکستان د خپلواکۍ د ٧٥مې کليزې په مناسبت د پاکستان سټيټ بينک د ٧٥ روپو يو يادګاري نوټ جاري کړى کوم چې شين رنګ لري.

وروستو د سټيټ بينک د جوړېدو په 75مه کاليزه کې د پاکستان حکومت د 75 روپو يو يادګاري نوټ جاري کړو چې رنګ يې آبي او د پخواني جاري شوي نوټونو نه مختلف ډيزاين لري.

په ټولنیزو رسنیو کې د سټیټ بانک لخوا په یوه وضاحت کې ویل شوي چې د 75 روپیو شنه او نیلي نوټونه قانوني دي او په ټول پاکستان کې د راکړې ورکړې لپاره کارول کیدی شي.

Leave a reply