په شکارپور کښي تښتول شوی ایس ایچ او پشمول ټول پنځه پولیس اهلکار برآمد کړی شوی دی.

0
92

باغی ټي وي رپورټ

د سرچينو له مخې دغه پينځه پوليس داکتوبر په ١١مه نيټه دکوټ شاهو دپوليسو له مرکز څخه تښتول شوي وؤ.

په شکارپور کښي د ايس ايچ او پشمول د اهلکارو واپسئ لپاره د پنځو ورځو راهسي اپريشن روان وو ولي تيره شپه پنځه اغوا شوي اهلکار ايس ايس پي هاؤس شکارپور ته رسيدلي دي۔

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په يرغمل شويو کسانو کې د کوټ شاهو امنيه قوماندان محبوب بروهي، د هغه زوى او درې چارواکي شامل دي، چې غلو د کوټ شاهو له امنيه قوماندانۍ څخه غلا شوې وسلې هم پوليسو ته وسپارلې.

ډي آئي جي لاڑکانہ جاويد جسکاني او ايس ايس پي شکارپور خالد مصطفی کورائي چارواکو سره وليدل۔

دپوليسو دسرچينو له مخې ټول پينځه پوليس دحساس ادارې په مرسته بيرته راخوشي شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د پولیسو او غلو تر منځ له پنځو ورځو راهیسې خبرې روانې وې، چې د غلو د مهر باداني له نیولو وروسته غلو د هغه د خلاصون په موخه پولیس وتښتول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، کله چې دوه ورځې وړاندې د مهر باداني د نيول کېدو خبر څرګند شو، نو وسله والو خبرې اترې ختمې کړې وې.

Leave a reply