د پخواني لومړي وزير او د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف د عمرې له ادا کولو وروسته په سعودي عربستان کې له چارواکو سره ليدنې روانې دي.
باغی ټي وي رپورټ
نواز شریف تر اوسه له سعودي چارواکو سره دوه لیدنې کړي دي. په دغو ملاقاتونو کې له نوازشريف سره د هغه زوى حسين نواز، ناصر جنجوعه او د پلاوي نورو غړو هم برخه اخيستې وه.
ټاکل شوې چې نواز شریف به سعودي عربستان ته د خپل سفر له بشپړولو وروسته دوبۍ ته ولاړ شي او هلته به له ځايي چارواکو سره هم وګوري.
د پروګرام له مخې به نواز شريف د اکتوبر په ۲۱مه پاکستان ته رسېږي.