حکومت له ژمي مخکې د ګازو د بیو د لوړولو پرېکړه کړې ده

باغي ټي وي رپورټ
د خزانې وزارت د سرچينو له مخې د روان مالي كال په مهال د ګېس سكټور په رېوولنګ كريډټ كښې د 46 اربه روپو زياتوالي وېره ده۔
سرچينې وائي چې دجولائي څخه تر ستمبر پورې دگېس شرکتونو خساره ٤٦ اربه روپۍ زياته شوې ده اؤ دگېس سکټور دتندلارو قرضونه ٢٧٠٠ اربه روپو ته رسيدلي دي.
د زرائعو له مخې د اقتصادي جائزې نه وړاندې د ګيس په نرخ كښې د 100 فيصده نه زياتو زياتولو فېصله شوې ده ځكه چې د آر اېن جي قيمت نه زياتېدو په صورت كښې به د كورنيو صارفینو لپاره 185 اربه او 21 اربه روپۍ كمې راشي۔
سرچينې زياته کړې چې د ګازو د بيو د زياتوالي په اړه د اقتصادي رابطې کميټې (اي سي سي) ته يوه سمري چمتو شوې چې د اي سي سي راتلونکې غونډه کې به وړاندې شي.






