کابل والي په ښار کې له یو شمېر روغتونونو څخه لیدنه او څارنه ترسره کړی.
15 اکتوبر یکشنبه 2023
د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد، چې د عامې روغتیا رئیس یې هم ملتیا کوله د کابل په ښار کې د احمد شاه بابا، رحمان مېنه او د کوتل سر ناحیوي روغتونونو څخه لیدنه او پکې د موجوده وضعیت څارنه وکړه.
کابل والي د لیدنې پر مهال په یادو روغتونونو کې د ناروغو هېوادوالو د روغتیا پوښتنه وکړه، د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې اسلامي امارت د هېوادوالو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي او په دې برخه کې یې د پام وړ کارونه ترسره کړي دي.
اړوند موضوعات
کابل والي د افغانستان نفت او ګازو شرکت له عمومي رئیس او استازو سره د ولایت مقام کې لیدلي.
ښاغلي خالد همدارنګه د یادو روغتونونو د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو سره په لیدنه کې د دوی فعالیتونه او خدمتونه وستایل او له دوی څخه یې وغوښتل، چې د ناروغانو په سالمه درملنه کې پوره کوښښ وکړي، ترڅو هېوادوال اړ نه شي، چې د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته سفر وکړي.










Leave a Reply