طالبان: پنجشیر مو کلابند کړی

طالبان: پنجشیر مو کلابند کړی
طالبانو ویلي چې د بغلان ټولې سیمې یې پاکې کړي او پنجشیر اوس مهال د دوی له خوا کلابند دی او هڅه کیږي موضوع د خبرو له لارې حل شي.
(2021 / 8 / 22 نېټه باغي ټلویزون )
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکي چې پنجشیر اوس مهال د دوی په کلابندۍ کې دی او د بغلان خوا و شا سیمې د مقاومت دوم له ډلې پاکې کړي، ده همدا راز ویلي چې دوی جګړه ختمه کړې او نغواړي د پنجشیر په وړاندې جګړه وکړي؛ خو په اصطلاح یې مجبوره کېږي.
ښاغلي مجاهد همدا راز ویلي چې دوی هڅه کوي د جګړې مخه ونیسي او موضوع د خبرو له لارې حل کړي، وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان ټول ولایتونه خپله ولکه کې راوستل د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د دوهم مقاومت په نوم د طالبانو په وړاندې د جګړې اعلان وکړ.






