اسراييل د فلسطينيانو نسل وژنه کوي، د پاکستان په دريځ کې هيڅ بدلون نه راځي: د پاکستان بهرنيو چارو وزير
باغی ټی وی رپورټ
اسراييل د فلسطينيانو نسل وژنه کوي، د پاکستان په دريځ کې هيڅ بدلون نه راځي: د پاکستان بهرنيو چارو وزير
جلیل عباس جیلاني: پاکستان د ۱۹۶۷ کال د مخه د قدس شریف د پلازمینې په توګه د خپلواک فلسطیني دولت غوښتونکی دی
اسلام اباد: د بهرنيو چارو سرپرست وزير جليل عباس جيلاني وايي، اسرائيل د فلسطين د بېوزلو خلکو نسل وژنه کوي او د فلسطين په اړه د پاکستان دريځ له تېر سره تړلی دی.
جليل عباس جيلاني د پاکستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د اکتوبر په اتلسمه نېټه به په جده کې د OIC يوه ځانګړې غونډه جوړه شي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير به په کې ګډون وکړي او د OIC د غونډې پر عملي کېدو به غور وکړي. اوربند په منځني ختیځ کې د فلسطین د مسئلې حل خورا اړین دی.