پر غزه د اسرائیلو وحشیانه بمبارۍ دوام لري او تر اوسه د اسرائیلو په بمباریو کې د شهیدانو شمېر ۳۰۰۰ ته رسېدلی دی

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم خپلو پوځيانو ته اشاره وکړه چې د جګړې بل پړاو په رارسېدو دی چې په ترڅ کې به يې اسراييل پر غزې ځمکني بريد وکړي
0
175

باغی.ټی وی رپورټ
پر غزه د اسرائیلو وحشیانه بمبارۍ دوام لري او تر اوسه د اسرائیلو په بمباریو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر شاوخوا ۳۰۰۰ ته رسېدلی دی.

د فلسطیني خاورې اشغال شوي اسرائیلي پوځ وايي، پر غزې د هوا، سمندر او ځمکې له لارې برید ته چمتووالی نیسي.

د بريتانيا خبري اژانس (بي بي سي) د راپور له مخې، اسراييلو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې پر غزې له درېيو لارو (ځمکې، هوا او بحر) څخه د بريدونو لپاره تيارى نيسي، خو په دې اړه تر اوسه وخت نه دى راغلى.
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم خپلو پوځيانو ته اشاره وکړه چې د جګړې بل پړاو په رارسېدو دی چې په ترڅ کې به يې اسراييل پر غزې ځمکني بريد وکړيج

Leave a reply